لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بوش: صدام حسین د واک نه لرې کول سمه فیصله وه


پنځه کاله وړاندې په ننۍ ورځ په عراق د امریکې لخوا برید شوې وو.
دا اوونۍ په عراق کې د جگړې پنځمه کلیزه په داسې حال کې لمانځل کېږي چې دغه جگړې نه یواځې د امریکې بلکې د ډیرو اسلامي هیوادونو سیاست یې په منځ ویشلې دې.
دا جگړه د جمهوررئیس بوش دجمهوررئیسۍ په لومړی دور کې پیل شوه او تر اوسه دوام لري.
د امریکا جمهوررئیس بوش عراق باندې د امریکا برید پنځمې کلیزې یوې غونډې په موقع دغه برید یوه سمه فیصله گرځولې ده.
ښاغلي بوش د امریکا دفاعي مرکز پینټگان کې پخپله وینا کې وویل د عراق جمهوررئیس صدام حسین د واک نه لرې کول یو ښه گام وؤ.
نوموړي زیاته کړه چې امریکا او نړۍ د امریکې د دغه برید وروسته زیاته محفوظه ده.
د عراق جگړه په داسې حال کې پیل شوه چې امریکې نړۍ ته باور ورکړې وؤ چې عراق ویجاړونکې وسلې لري.
خو تر دې دمه د دغه وسلو درک معلوم نه شو. د عراق د جگړې پحقله نور حال تاسو د قاسم ېوسفزي په دغه راپور کې اوریدې شۍ

XS
SM
MD
LG