لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افتخار محمدچوهدري : زه او نور قاضیان اوس هم په کورنو کې بند دي


دپاکستان دسترې محکمې لرې کړل شوي مشر قاضي افتخار محمدچوهدري دلاهور دوکيلانو دستورې ته پخپله ټيلي فوني وينا کې ویلي هغۀ داساسي قانون ددفاع سوګند اخستى ؤځکه نوکله يې هم غير ائيني حکمونه نۀ شول منلى.
لرې کړل شوي مشر قاضي وويل په هر دور کې دعدليې په سر وار شوى دى خو کوم واکمنان چې ائين دپښو لاندې کوي هغوي اخر هم پخپله له مينځه ځي.
افتخار محمدچوهدري وويل په ١٨مه فرورۍ اولس ديموکراتيکو قوتونو ته درايې په ورکولو دامريت څخه دبې زارۍ څرګندونه کړې ده.
دښاغلي چوهدري وينا وه دا وخت دهغۀ په ګډون ټول لرې کړل شوي قاضيان دخپلو کورنيو سره قيد دي اؤ اولس دترهه ګرۍ اؤ امنيت دسنګين وضعيت سره مخ دى.
بلخوا نن دپاکستان دوکيلانو دسازمان په غوښتنه په ټول هيواد کې وکيلانو دلرې کړل شوؤ قاضيانو دبيا پځايې کولو، دعدليې د ازادۍ اؤ داساسي قانون دسرلوړۍ دپاره دعدالتي کارروايۍ څخه بائيکاټ اؤ لاريونونه وکړل.
دوکيلانو مشرانو احتجاجي غونډو ته دوينا په مهال هوډ څرګند کړو چې دعدليې دبحالۍ ، دلرې کړل شوؤ قاضيانو دبيا په ځايې کولو اؤ داساسي قانون دسرلوړۍ دپاره به خپل تحريک ته دوام ورکړي.
همدغه راز نن دپاکستان دقامي اسمبلۍ نوې ټاکل شوې سپيکر ميرمن فهميده مرزا يو مطبوعاتو کانفرنس ته دوينا په مهال اعلان وکړو چې هغه به دپارليمان لخوا دلرې کړل شوؤ قاضيانو دبيا په ځايې کولو دپاره دوړاندې کيدونکې قرارداد په لړ کې اسانۍ ورکوي.

XS
SM
MD
LG