لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرم ایجنسۍ : په ایمبولنس برید ٦ مړه ٢ ژوبل


د پاکستان قبایلي سیمې کرم ايجنسۍ کې نامعلومو وسله والو په يو ايمبولينس بريد وکړو چې ددغه بريد له امله ٦ کسان وژل شوي اؤ ٢ ژوبل شوى دى.
په وژل شوؤ کې ١ ښځه هم شامله ده.
دا پیښه چیری پوسته سره نزدې سره شوی ده. دپيښې نه پس امنيتي چارواکي دپيښې ځايې ته ورغلل اؤ پلټنې يې پيل کړي دي.
بلخوا د صوبه سرحد په کوهاټ سيمه کې ددوؤ قبيلو ترمينځه په سخته نښته کې نور ١٨ کسان وژل شوي دي.
دغه نښته دکوهاټ دکجئ ښار دمشتئ اؤ کجئ قبيلو ترمينځه دتيرو څلورو ورځو راهسې جاري ده چې پکې تر اوسه د ٤٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
دواړو قبيلو ديو بل په ضد په غرونو کې مورچې نيولي اؤ په يو بل د درنو اؤ سپکو وسلو ډزې کوي.
نن دزيارت په ورځ په دغه نښته کې نور شدت هم پيدا شو اؤ دواړو خواؤ په يو بل سخت بريدونه وکړل چې پکې ١٨ کسان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي.
سيمه ايزې انتظاميې په سيمه کې دامن دټينګښت دپاره د ١٤ؤ کسانو يوه جرګه جوړه کړې ده چې دغه جرګه دجنګ ودرولو دپاره ددواړو قبيلو مشرانو سره په خبرو بوخته ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG