لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د احتجاج ترڅنگ ٢۴کسیزی مرکزي کابینې لوړه وکړه


د پاکستان د نوې کابينې په داسې حال کې لوړه وکړه چې دمسلم ليګ ( ن ) ټولوغړو په مټو تورې پټۍ تړلې وې.
د مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ غړو دغه احتجاج د جمهوررئیس مشرف پرضد کوؤ.
مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ پرویز مشرف قانوني جمهوررئیس نه مني.
دپاکستان په تاريخ کې دالومړى ځل دى چې دکابينې غړو دتورو پټيوپه تړلو سره لوړه کړې ده.
په کابينه کې دپنجاب څخه ١٤ دسرحداؤسند‌څخه٤،٤ دبلوچستان څخه ٢ اؤدقبائيلي سيموڅخه يو وزير اخستل شوى دى.
دپيپلزګوند شاه محمودقريشي ته دبهرنيو چارو،چوهدري احمدمختارته د دفاع، ميرمن شيري رحمان ته داطلاعاتو اؤ نشراتو، نويدقمر ته دنجکارۍ اؤ بندرګاهونو، راجه پرويز اشرف ته د اوبو اؤ بريښنا ،خورشيد شاه ته دمحنت اؤ افرادي قوت، قمرالزمان ته دکشمير دچارو اؤ شمالي سيمو، فاروق نائيک ته دقانون اؤ انصاف،نزير ګوندل ته دمخدره موادو دمخنيوي،همايون عزيز ته د ابادۍ دښيګړې اؤنجم الدين ته د رياستونو اؤ سرحدي چارو وزارتونه ورکړل شوي دي.
دمسلم ليګ ( ن ) چوهدري نثار علي خان مشروزير،دمواصلاتو، خوراک ،کرکيلې،اسحاق ډار دخزانې،احسن اقبال دتعليم، تهمينه دولتانه دښځو دپرمختيااؤکلتور،سردارمهتاب احمدخان عباسي دريلوى،خواجه اصف دپټروليم،راناتنوير د دفاعي پيداوار،شاهدخاقان عباسي دسوداګرۍ، اؤسعدرفيق دزلميودچارو،سائنس اؤټيکنالوجۍ وزيران اخستل شوي دي.
دعوامي نيشنل ګوندغلام احمدبلورته دبلدياتو اؤ خواجه محمدخان هوتي ته دټولنيزې ښيکړې وزارتونه ورکړل شوي دي.
ددې ترڅنګ دقبائيلي سيموڅخه حميدالله جان اؤدجمعيت علمااسلام رحمت الله کاکړ ته هم په کابينه کې برخه ورکړل شوې ده

XS
SM
MD
LG