لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اميرحيدر خان هوتي د صوبه سرحد وزیراعلی جوړ شو


دعوامي نيشنل ګوند اميرحيدرخان هوتي نن دنهې په ورځ د صوبه سرحد د وزیر اعلی په توگه لوړه اوکړه. نوموړې د مقابلې پرته وزیراعلی منتخب شو.
وزیر اعلی منتخب کیدو وروسته په اسمبلۍ کې پخپله لومړۍ وینا کې نوموړي وویل سوله او امن راوستل به یې لومړی کار وي.
ښاغلي هوتي زیاته کړه چې د دوی گوند همېش د سولې سیاست کړې دی او اوس به هم د جرگو او مرکو د لارې د شخړو د حل کولو هڅې کوي.
نوموړي وویل په تیر وخت کې د طاقت د لارې د شخړو د حل کولو هڅې وشوې خو د طاقت استعمال د ټولو اخرینۍ لاره ده.
ښاغلي هوتي پخپله وینا کې زیاته کړه پښتانه ترهگر نه دي بلکې امن خوښونکی او مینه کونکی خلک دي.
نوموړی وویل دوی به پښتون قام ته د ځان وژونکو جیکټونو په ځاې بستې وراچوی اؤ پالاس کې به د کلاشنکوف پر ځاې قلم ورکوي.
ښاغلي هوتي وویل دصوبايي خودمختارۍ پرته ستونزې نۀ شي هواريدى ځکه نو دهغه هڅه به دا وي چې دژوند ټولو څانګو کې صوبه پخپلو پښو ودروي.
ښاغلي هوتي ته وروسته دپيښور په ګورنر هاؤس کښې دصوبه سرحد ګورنر اويس احمد غني دوزيراعلي دڅوکئ لوړه ورکړه.
ښاغلى امير حيدر هوتي دعوامي نيشنل ګوند لخوا په ټولټاکنو کې بريالى شوى اؤ هغه ته په سرحد کې دعوامي نيشنل ګوند ترڅنګ دپيپلز ګوند، مسلم ليګ(ن) اؤ ځينو بې پلوه غړو ملاتړ ترلاسه دى.
نومو ړى دصوبه سرحد په تاريخ کې تر ټولو کم عمره شخصيت دى چې دوزيراعلي منصب ته رسيدلى دى.
او لومړی وزیراعلی دی چې د اوسینو ټاکنو وروسته د پاکستان د کومې صوبی د وزیراعلی منصب یې په رسمي توگه سنبال کړو.
ښاغلى هوتي دعوامي نيشنل ګوند دمشر اسفنديارولي خان دکورنۍ غړى دى اؤ دهغۀ پلار ښاغلي اعظم هوتي دنواز شريف ددولت په اخرۍ دوره کې دوفاقي وزير په توګه ذمه وارۍ ترسره کړې وې.
.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG