لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صوبه سرحد اسمبلی د سي ایې ای د مشر بیان غندلی دی


د صوبه سرحد اسمبلۍ په یو قرارداد کې د امریکا د مرکزي استخبارتي ادارې مشر مائیکل هیډن دهغه بیان غندنه کړې ده چې پکې ویل شوي وؤ اسامه بن لادن پاک افغان سرحدي سيمه کې موجود دى، کۀ چرې دغه سيمه په نخښه کړل شي نو په دې کې دواشنګټن ګټه ده ځکه کۀ چرې پر امريکا يو بل بريد ترسره کيږي نو احتمال دى چې هغه به هم ددې سيمې څخه وي. سرحد اسمبلۍ کې متفقه توگه منظور شوې د غندنې دغه قرارداد چې د عوامي نیشنل گوند میا افتخارحسین وړاندې کړو د مرکزي حکومت نه یې غوښتنه وکړه چې د دغه رنگ ویناؤ دې په کلکه پوښتنه وشي ځکه چې داسې ویناوې په اولس کې ناقلاري پیدا کوي.
د امریکا د سي ایې اې مشر ښاغلي هیډن پخپل بیان کې ویلي وؤ په کال ٢٠٠٦ کې د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف قبایلي سیمو کې موجود جنگیالو سره د امن کومې لوظنامې کړې وې هغو تر مخه القاعده ته په پاک افغان سرحد کې د تيرو ١٨ؤ مياشتو څخه دخپلو پټ ځايونو جوړولو موقع په لاس ورغلې ده.
بلخوا د صوبه سرحد نوې وزیراعلی امیر حیدر هوتي د نهې په ورځ ویلي دي چې د دوی گوند همېش د سولې سیاست کړې دی او اوس به هم د جرگو او مرکو د لارې د شخړو د حل کولو هڅې کوي.
نوموړي وویل په تیر وخت کې د طاقت د لارې د شخړو د حل کولو هڅې وشوې خو د طاقت استعمال د ټولو اخرینۍ لاره ده. ښاغلي هوتي پخپله وینا کې زیاته کړه پښتانه ترهگر نه دي بلکې امن خوښونکی او مینه کونکی خلک دي.
نوموړی وویل دوی به پښتون قام ته د ځان وژونکو جیکټونو په ځاې بستې وراچوی اؤ پالاس کې به د کلاشنکوف پر ځاې قلم ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG