لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر قدیرخان باندې بندیزونه نور هم سخت شول


د پاکستان امنیتي ادارو اټومي سائنس پوهه ډاکټرعبدالقدیرخان تیره ورځ یو خبری اژانس سره د مرکې وروسته د هغه بندیزونه نور هم سخت کړي دي.
ښاغلي قدیر خان د یوی فرانسوي خبري شبکې سره دتيلي فون دلارې په مرکه کې ويلي وو هغه دهيواد دژغورنې لپاره په ايران ، شمالي کوريا اؤ ليبيا داتومي رازونو دخرڅولو تور پخپل سر اخستى ؤ.
نوموړي تورلگولی په دغه کار کې ده سره یو شمېر حکومتي کسان هم شامل وو.
ښاغلي خان ويلي وو هغۀ سره تر دې مهاله هيڅ يو حکومتي چارواکي تماس نۀ دى نيولى اؤ نۀ هغه کوم حکومتي چارواکي سره دتماس نيولو هڅه کړې ده.
ډاکټر عبدالقديرخان باندې په ايران، شمالي کوريا اؤ ليبيا داتومي رازونو دخرڅولو تور لګول شوى ؤ چې وروسته هغه په راديو اؤ تيليويزيون قام ته پخپله وينا کې داتومي رازونو دخرڅولو پړه منلې وه اؤ په دې يې دملت څخه معافي هم غوښتې وه.
دتيرو څلورو کلو راهسې ښاغلى عبدالقدير خان پخپل کور کې بنديوان دى اؤ هغه سره هيچا ته دليدلو کتلو اجازه نۀ ورکول کيږي.
د پاکستان حکومت امریکا او نه هم د نړیوالې ایټي انرژۍ ادارې ته دا اجازه ورکوي چې ښاغلي خان سره اوویني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG