لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ په تازه نښتو کې لږ تر لږه نهه تنه مړه گڼ شمېر ژوبل شوي دي


پرون په لاهور کې د یو پخواني مرکزي وزیر شیرافگن نیازي د وهلو ټکولو وروسته، د سندهـ د کراچۍ ښار کې د تشدد پېښې رامنځ ته شوې دي.
په دغو پیښوکې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي اؤ په لسگونو ژوبل شوي دي.
نښتې د مشرف پلوه وکیلانو او د هغو وکیلانو تر منځ د کړکېچ وروسته پیل شوې چې د قاضیانو بیا پرځایې کیدل غواړي.
لومړي رپوټونه وایي په تشدد کې د مشرف پلوه لساني تنظیم متحده قومي مومنټ کارکونکي لاس لري.
داړي ګړي په مهال نامعلومو کسانو په لسګونو ګاډي وسوځول اؤ په ملير کې دوکيلانو دسازمان دفتر ته اور ولګولو اؤ ديو ګاډي څخه ديو تن مړى ترلاسه شوى دى.
دتشدد څخه دډکو پيښو لړۍ تراوسه دوام لري پر ايم اى جناح روډ څو شواؤ يو کور وسوځول شو چې پکې دوکيلانو دفترونه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG