لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افتخار چوهدري : دپځايې کيدو څخه وروسته به استعفى نۀ ورکووم


دخپلې څوکۍ څخه لرې کړل شوي مشر قاضي افتخار محمدچوهدري دهاغو خبرونو په سختۍ سره ترديد کړى دى چې ګنې هغۀ به دپځايې کيدو څخه وروسته دخپل منصب څخه استعفى ورکړي.
دپينډۍ دوکيلانو دسازمان دمشر سردار عصمت الله په مشرۍ هيئت سره دليدنې په مهال پخپلو خبرو کې افتخار چوهدري وويل هغۀ تر ٢٠١٣م کال پورې دپاکستان ستر قاضي دى اؤ دپځايې کيدو څخه وروسته به دخپل منصب موده پوره کوي.
د لرې کړل شوي مشر قاضي وينا وه اولس به ډير زر هاغه زيرى واوري کوم ته چې هغوي دتيرو ٦٠ؤ کالو څخه سترګې په لار دي.
دپاکستان نوي حکومت دجوړيدو څخه دمخه دپيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري اؤ دمسلم ليګ(ن) مشر ميا نواز شريف په مري کې ديوې لوظنامې په ترڅ کې اعلان کړى ؤ چې د حکومت دجوړيدو څخه ديوې مياشتې دننه به ټول لرې کړل شوي قاضيان بيرته پځايې کولى شي.
خودنوي حکومت دجوړيدو د١٥ؤ ورځو تيريدو څخه وروسته هم دلرې کړل شوؤقاضيانو ستونزه هم هاغه شان پځايې پرته ده.
اؤ دپاکستان ميډيا داسې راپورونه ورکړي دي چې نوي دولت دجمهوررئيس سره په صلاح دقاضيانو پځايې کولو دپاره لاره راويستې ده چې ستر قاضي افتخار محمدچوهدري به پخپل منصب دپځايې کيدو څخه يوه مياشت وروسته ريتائرډ کيږي

XS
SM
MD
LG