لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جمهوررئيس بوش : کۀ په امريکا بل بريد کيږي  پلان به يې پاکستان کې جوړ شوى وي


دامريکا جمهوررئيس بوش ويلي دي کۀ چرې پر امريکا د يوولسم ستمبر غوندې بيا کوم بريد ترسره شو نو احتمال دى چې پلان به يې پاکستاني سيمو کې دموجودو ترهه ګرو لخوا جوړ شوى وي.
يو امريکايي تيليويزيون سره په مرکه کې جمهوررئيس بوش وويل کۀ چرې پر امريکا دبريد پلان په افغانستان کې تياريدى نو مونږ به هغه شنډ کړى وى.
ښاغلي بوش وويل دايران داتومي پروګرام ستونزه دې د خبرو اترو له لارې هواره کړى شي دداسې نۀ کيدو په صورت کې امريکا سره ټولې لارې موجودي دي.
نوموړي زیاته کړه پر ايران دبريد کولو هيڅ ارادو نۀ لرو جمهوررئيس زياته دايران دتيري څخه دعراقي اولس دژغورنې لپاره به دعراق اؤ امريکا وګړي په ګډه ګامونه اخلي.
ښاغلي بوش وينا وه ايران سره به يواځې هاغه صورت کې خبرې اترې پيل کولى شي کله چې هغوي د خپل اتومي پروګرام دبندولو اعلان وکړي

XS
SM
MD
LG