لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خوست والي‎ : امریکا به افغانستان ته مالي مرستو کې درې چنده زیاتوالی راولي


د افغانستان د خوست ایالت والي ارسلا جمال وایي امریکا دوی ته باور ورکړې دې چې د افغانستان مالي کمکونو کې به درې چنده زیاتوالی راولي.
د افغانستان اتو ایالتونو والیان یا گورنران د امریکا سفر په مهال د امریکا جمهوررئیس بوش او بهرنیو چارو وزیرې کونډولیزا رائس سره لیدل کتل کړيدي.
د افغانستان خوست ایالت والي ارسلا جمال ډیوه ریډیو سره یوه ځانگړې مرکه کې ویلي دي چې دوی د امریکا حکومت نه غوښتنه کړیده چې د افغانستان مرستې دې د عراق پېکج څخه بیل کړی شي.
ځکه چې د امریکا پارلمان کې ډیموکراټ گوند د عراق د جگړې پر خلاف دي او افغانستان په اړه د دواړو امریکا یي گوندونو ډیموکریټ او ریپبلکن تگلاره کې فرق نېشته.
ښاغلي جمال وویل چې امریکایي مشرانو دوی ته باور ورکړی افغانستان د پرمختیا لپاره به خپلو مرستو کې درې چنده زیاتوالې راولي.
نوموړي سره دا مرکه قیصر شاه کړې ده تاسو یې هم اوریدې شۍ.

XS
SM
MD
LG