د پاکستان الیکشن کمیشن د قامي او صوبایي اسمبلو د ٢٨ؤ څوکیو لپاره د جون د میاشتې په
دریمه نیټه د ټاکنو اعلان کړې دی.
د پاکستان الیکشن کمشنر قاضي محمد فاروق دگل په ورځ په یو مطبوعاتي کانفرنس کې وویل د قامي اسمبلۍ شپږ او د صبوبایي اسمبلو٢٢ؤ څوکېو باندې به ټاکنې کولې شي.
نوموړي زیاته کړه چې دا ټاکنې د ١٨مې فرورۍ په ټاکنو کې خالي کړې شوؤ څوکیو او هغه نورو څوکیوباندې چې د کاندید د مرگ له کبله ټاکنې نوې شوې کولې شي.
ښاغلي فاروق وویل د سینټ پنځه خالي څوکیو باندې ټاکنې د مئ د میاشتې دریمې او شپږمې نیټې باندې کولې شي.