لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بوش انتظاميې  پاکستاني سيمو پورې دعملياتو دلمنې غزولو وړانديز رد کړى دى


د امریکا جمهوررئیس بوش انتظاميه دتندرويانو پر ضد پاکستاني سيمو پورې دعملياتو غزولو په هکله دامريکايي کمانډر وړانديز رد کړى دى.
اؤ ويلي يې دي پاکستاني سيمو کې دامريکايي پوځ دڅه رقم عملياتو له امله دنوي ټاکل شوي حکومت اؤطالبانو ترمينځ پيل شوؤ مذاکراتو ته زيان رسيدلى شي.
ديوې امريکايي ورځپاڼې ترمخه افغانستان کې دامريکايي پوځ کمانډر دترهه ګرۍ په ضد جنګ کې دهڅو په زياتولو دټينګار کولو په ترڅ کې دپاکستان قبائيلي سيمو کې دتندرويانو په ضد دعملياتو غوښتنه کړې وه.
واشنګټن کې دامريکايي انتظاميې يو چارواکي ويلي دي دامريکايي کمانډر په وړانديز کې د پولې څخه پورې غاړه دپاکستان محدوده سيمه کې محدود نظامي بريدونه، دبې پيلوټه الوتکو له لارې دتوغنديو بريدونه ، دسي ايي اى دپوځيانو يا دځانګړو نظامي قعطاتو دوړو ډلو په ذريعه عمليات شامل دي.
دورځپاڼې له مخې امريکايي کمانډر دې خبرې ته اوليت ورکوي چې دا بريدونه دپاکستاني پوځ دڅارنې لاندې وي خو قبائيلي سيمو کې دپاکستاني پوځ عمليات ځايې طالبانو سره دخبرو اترو له امله کم شوي دي.
دورځپاڼې وينا ده افغانستان کې امريکايي اهلکارو پاکستان کې دممکنه هدفونو په هکله پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن سره خبرې اترې کړي دي.
ورځپاڼې ادعا کړې ده چې پاکستان امريکايي استخباراتي ادارې ( سي ايي اى) ته قبائيلي سيمو کې دعربانو اؤ نورو غير ملکي تندلارو دوژلو لپاره په لږه پيمانه واک ورکړى دى.
ورځپاڼه وايي دا واضحه نۀ ده چې ايا لوړپوړي چارواکي پاکستاني سيمو کې دبريدونو دواک په اړه بحث کې شامل دي کۀ نه ؟ امريکايي چارواکيو داخبره څو څو ځله تکرار کړې ده چې قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد دبريدونو احتمال نۀ شي رد کيدى.

XS
SM
MD
LG