لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دلر کړې شوو قاضیانو بیا پرځایې کولو کړکیچ دوام لري


پاکستان کې واکمن گوندونه یو ځل بیا لر کړې شوي قاضیان پځایې کولو باندې ناکامه شوې دي. د مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ مشر میا نواز شریف او د پیپلز گوند مشر اصف علي زرداري د داوؤ ورځو خبرو اترو وروسته هم د قاضیانو پځایې کولو لپاره کومه نیټه وړاندې نه کړې شوه.
پنجاب هاؤس کې د خبرواترو وروسته دپيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري اؤ دمسلم ليګ(ن) مشر نواز شریف ګډ پريس کانفرنس ته د وينا کولو په مهال وويل مذاکراتو کې دا پريکړه شوې ده چې دقاضيانو پځايې کولو لپاره به دبهوربن پريکړه عملي کولى شي اؤ هم په ٣٠ؤ ورځو کې به هغوي پځايې کولى شي.
ښاغلي شریف زیاته کړه چې هغه قاضیان زر تر زره پځایې کول غواړي ولې زرداري صیب د انتظار خبره کوي.
نوموړي وينا وه دقاضيانو پځايې کولو لپاره به قرارداد زر قامي اسمبلۍ ته وړاندې کولى شي اؤ اساسي قانون کې اصلاحات له دې وروسته خبره ده.
همدغه راز دپيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري وويل ائتلافي مشرانو کې په ټولو چارو بشپړ اتفاق موجود دى.
څیړونکي وایي د دواړو گوندنو تر منځ اختلافات لر کړې شوي مشر قاضي افتخار چوهدري پځایې کولو پر سر دي.
څیړونکي زیاتوي اصف زرداري نه غواړي چې ښاغلی چوهدري دې هم پځایی شي.
دغه دریځ د جمهوررئیس پرویز مشرف د نزدې ملگرو هم دی خو د وکیلانو تحریک مشر قاضي پرته د نورو قاضیانو پر ځایې کولو امکان ته تیار نه دی.

XS
SM
MD
LG