لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې تړونونو ترڅنگ طالبانو په یو برید کې څلورکسان وژلي دي


دصوبه سرحد په مردان ښار کې دپوليس تاڼې مخې ته يوه بمي چاؤدنه کې ديو پوليس افسر په ګډون لږ ترلږه ٤ کسان وژل شوي اؤ ٣٠ نور ژوبل شوي دي چې ١٦ پکې پوليس ښودل کيږي
د صوبه سرحد وزیراعلی امیر حیدرخان هوتي د برید غندلی دی.
ښاغلي هوتي دیوه ریډیو ته ویلي ځیني خلک د حکومت او طالب جنگیالو ترمنځ د سولې هڅو ته زیان رسولو لپاره دغه پېښې کوي..
ددغه پيښې مسؤليت تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستی دی.
د تحریک طالبان ویاند مولوي محمد عمر ویلي که څه هم دوی د حکومت سره د ډزبندۍ اعلان کړې دې خو دا پېښه د پولېسو لخوا د دوي د یو کمانډر د وژلو بدل دی.
د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي ویاند زاهد خان ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې دا پېښه غندلې ده.
ښاغلي خان زیاته کړه که چرې جنگیالي د خبرو اترو سره د تشدد لاره هم جاري ساتي نوبیا حکومت سره د دوي پر ضد د ترهگرۍ یو شمېر ثبوتونه پراته دي.
نوموړي زیاته کړه دا رنگه پېښې د سولې لپاره راون تړونونو باندې پوښتنې راوچتوي خو دوي به امن لپاره خپلې هڅې جاری ساتي.
نوموړي زیاته کړه که دوی د امن د ژمنې باوجود هم دا رنگه پېښې په رتلونکي کې کېږي نو بیا حکومت به هم خپله تگلاره بدلوي.
دا اوسنۍ چاؤدنه په صوبه سرحد کې دنوي حکومت دجوړښت څخه وروسته په لومړي ځل په داسې حال کې شوې ده چې دصوبه سرحد نوي حکومت د تندلارو مذهبي ډلو سره دستونزو دهواري لپاره دخبرو اترو دلارې خپلولو اعلان کړى دى.
اؤددغه اعلان څخه وروسته په صوبه سرحد اؤ قبائيلي سيمو کې په ځانمرګي بريدونو اؤ بمي چاؤدنو کې واضحه کموت رامينځته شوى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG