لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف : د٣٠مې نيټې پورې لرې کړل شوي قاضيان پځايې کول غواړو


دپاکستان پخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليګ(ن) مشر ميا نواز شريف ويلي دي په دې خبره کې هيڅ شک نشته چې لرې کړل شوي قاضيان به دمري داعلان مطابق پځايې کولى شي.
نن دخالي په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال نواز شريف وويل هغوي غواړي چې د اپريل ٣٠مې نيټې پورې ددولتي امر (ايګزيکټيو ارډر) له لارې لرې کړل شوي قاضيان پځايې کړل شي.
دهغۀ وينا وه دقاضيانو پځايې کولو سره مونږ کوم جرم کوؤ چې پرويز مشرف به دپارليمان دماتولو اختيار58(2)B کاروي هغۀ وويل څوک چې دموجوده پارليمان ماتولو پريکړه کوي نو اوس دهغوي لاسونه ماتول پکار دي نوازشريف وويل دسياست څخه دپوځ دکردار ختمولو دعا کوي.
پخواني صدراعظم زياته کړه نن به مونږ ته ژمنه کول وي چې دامريت برخه به نۀ جوړيږو اؤ هغه په دې يقين يم چې اولس به دامريت مرسته نۀ کوي.
هغۀ وويل مونږ پر ميډيا کوم قدغن لګول ليدل نۀ غواړو.
دمري دلوظنامې ترمخه دلرې کړل شوؤ قاضيانو دبيا پځايې کولو دپاره چې دمسلم ليګ(ن) مشر ميا نواز شريف اؤ دپيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري چې دديرشو ورځو کومه موده ټاکلې وه په هغه موده کې يواځې ٥ ورځې پاتې شوي دي دي.
خو دواکمن ائتلاف مشران دقاضيانو دبيا پځايې کولو په هکله په فارموله تر دې مهاله نۀ دي صلاح شوي.
ميانوازشريف دپخواني مشر قاضي افتخار چوهدري په ګډون ټول قاضيان پځايې کول غواړي ولې منابعې وايي دپيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري دپخواني مشر قاضي افتخار چوهدري دنوکرۍ موده کمول غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې لرې کړل شوي ستر قاضي اوړمه ورځ يو ځل بيا دوکيلانو يوې ډلې سره دخبرو په مهال څرګنده کړې وه چې هغه داساسي قانون ترمخه دکال ٢٠١٣م پورې دپاکستان مشر قاضي دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG