لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قاضیانو پر سر اختلافونو د پاکستان ایتلافي حکومت خطر سره مخامخ کړی دی


د پاکستان حکومتي ایتلاف مهم گوندونو پیپلز گوند او مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ تر منځ د لر کړې شوي قاضیانو پرځاېې کولو پر سر اختلافات دوام لري.
د مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ مشر او پخوانی صدراعظم نواز شریف چې قاضیان پرځایې کولو په اړه سخت دریځ لري د پیپلز گوند مشر اصف زرداري سره خبرو اترو لپاره دوبئ ته تللې دی.
د پاکستان قامي اسمبلۍ کې اکثریت لرونکي ډلو پیپلز گوند او مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ گوند مشرانو اصف زرداري او نواز شریف ژمنه کړې ده چې د حکومت جوړولووروسته ٣٠ ورځو کې به لر کړې شوي قاضیان د پارلمان د قرارداد له لارې پرځایې کوي.
اوس چې ٣٠ ورځو کې یواځې یوه ورځ پاتې ده او د ایتلاف مهم گوندونو تر اوسه د لر کړې شوي قاضیانو پرځاېی کولو لپاره په کومه نیټه موافقه شوي نه دي.
څیړونکي وایي د پیپلز گوند مشر اصف زرداري قاضیان پرځایې کولو کې ډیر مخلص نه دې او غواړي چې جمهوررئیس پرویز مشرف سره ښې اړیکې وساتي.
ښاغلې نواز شریف قاضیان پرځایې کولو په اړه سخت دریځ لري او کیدې شي که خبرې اترې ناکامه شې نو د خپل گوند غړو ته د کابینې نه د استفا ورکولو وینا وکړي.
پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف تیر کال په دریم نومبر هیواد کې بیړنې حالت پر ځایې کړې وؤ او د هیواد مشر قاضي افتخارچوهدري ترڅنگ٦٠ قاضیان یې د خپلو څوکو نه لرې کړي وؤ.
د پاکستان یو شمېر گوندونو دریځ دې چې ښاغلي مشرف د خپلو شخصي گټو لپاره دغه قاضیان د خپلو څوکو نه لرې کړي وؤ.
او دوی به قاضیان بیا پرځایې کوي. د دریم نومبر وروسته د هیواد وکیلان احتجاجونه کوي او د قاضیانوبیا پر ځایې کولوغوښتنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG