لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خيبر ايجنسۍ اؤ شمالي وزيرستان کې دنښتوله امله٩کسان وژل شوي دي


دافغانستان سره نزدې دپاکستان د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کې ددوؤ قبيليو ترمينځ دجګړې له امله ٥ کسان مړۀ اؤ٦ نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې دشمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کې دغرۀ په سر شخړه باندې دحسن خيل اؤ مندي خيل قبيلو ترمينځه دنښتو لړۍ يو ځل بيا پيل شوې ده چې پکې ٥ کسان وژل شوي اؤ ٦ نور ژوبل دي.
په دغه جګړه کې دواړه خواوې ديو بل په ضد دراکټو په ګډون اتوماتيک وسلې کاروي.- دوروستيو اطلاعاتو له مخې جګړې تردې مهاله دوام لري.
بلخوا دپاکستان د قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې هم ددوؤ وسله والو ډلو ترمينځه په ډزو کې لږ ترلږه ٤ کسان وژل شوي دي.
دخيبر ايجنسۍ پوليټيکل چارواکيو دډزو دپيښې پلټنې پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG