لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باړه : دمذهبي تنظيم په دفتر ځانمرګي بريد کې ٢٤ کسان ژوبل شوي دي


دپيښور سره نزدې په قبائيلي سيمه خيبر ايجنسۍ کې دمذهبي تنظيم (امر بالمعروف ونهى عن المنکر) په دفتر ځانمرګي بريد کې بريد کوونکى پخپله وژل شوى اؤ ٢٤ کسان ژوبل شوي دي.
دسيمې څخه په دغه پيښه کې د١٠ؤ کسانو دوژل کيدو راپور هم ورکړل شوى دى خو پوليټيکل انتظاميه ددې تصديق نۀ کوي.
دغه ځانمرګي بريد نن دزيارت په ورځ سحر ٩ بجې په باړه تحصيل کې هاغه مهال وشو کله چې د يو مذهبي تنظيم امر بالمعروف ونهى عن المنکر مشر حاجي نامدار خان اؤ ددغه تنظيم نور په لسګونو غړي په يوه ديني مدرسه کې ټول شوي وؤ.
ژوبل کسان په سمدستي توګه دپيښور مختلفو روغتونونو ته ورسول شول چې پکې دزياترو حالت مرګونى ښودل کيږي.
دا لمړى ځل دى چې دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دديني مدرسې دننه په کوم مذهبي تنظيم ځانمرګي بريد ترسره شوى دى ، له دې وړاندې چې دغلته څومره چاؤدنې يا ځانمرګي بريدونه شوي دي نو دزياترو هدف امنيتي ځواکونه يا دولتي چارواکي اؤ کارمندان په نخښه کول وي.
ځایي خبریالان وایي کیداې شي دغه برید کوم غلیم مذهبي تنظیم کړې وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG