د مسلم لیگ (ن) گوند مشر میا نواز شریف او دپیپلز گوند شریک چیرمین اصف زرداري
ترمنځ خبرو اترو وروسته ښاغلي شریف ویلي لر کړې شوي قاضیان به د یوپارلماني قرارداد د لارې پرځایې کول کیږي.
نوموړي زیاته کړه په دې اړه د دوي ترمنځ کوم اختلاف نشته او نور معلومات به سبا د جمعې په ورځ لاهور کې ورکوي.
د پیپلز گوند مشر اصف زرداري خبرو اترو وروسته خبریالانو سره د خبرو نه ډډه وکړه.
که څه هم دواړو گوندونو د اختلاف خبرې رد کړي خو تر اوسه د قاضیانو پرځایې کولو پروسه کې ځنډ دغه هڅې مشکوکې کړې دي.
څیړونکی د قاضیانو د بیا پرځایې کولو پروسه کې د ځنډ پړه په پیپلز گوند او د گوند مشر اځف علي زرداري باندې وراچوي.
څیړونکي دا پوښتنه هم کوي چې پیپلز او مسلم لیگ (ن) دواړه واکمن گوندونه دي نو بیا ولې دغه خبرې په دوبۍ کې کیږي.