لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ګيلاني : بلوچستان کې عمليات ودرول شوي دي، نور به چا سره زياتى نۀ کيږي


دپاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني ويلي دي دهغۀ په امر په بلوچستان ايالت کې نظامي عمليات ودرول شوي دي اؤ هغۀ غواړي په دغه ايالت کې دامنيت دټينګيدو ترڅنګ دپرمختيا په ګڼو پروژو کار پيل کړل شي.
صدراعظم يوسف رضا ګيلاني نن دجمعې په ورځ په لنډ سفر بلوچستان ايالت ته ورغللو اؤ دغلته يې دبلوچستان کابينې ته وينا وکړه.
هغۀ په دې مهال دبلوچستان دپخواني وزيراعلي سردار اختر مينګل په ضد دجوړو شوؤ ټولو مقدمو دواپس اخستو اعلان هم وکړو.
صدراعظم وويل مونږ بايد په بلوچستان کې دمحرومۍ احساس له مينځه يوسو ولې چې ترڅو په خلکو کې دمحرومۍ احساس نۀ وي ختم شوى تر هغې ستونزې نۀ شي ختميدى.
هغۀ وويل بلوچستان کې دامنيت دټينګښت دپاره به دولت هر هغه ګام پورته کوي چې ددغه ايالت دولت يې پلوي وي.
هغۀ وويل په تيرو وختونو کې چې دبلوچستان ايالت سره کومې زياتۍ شوي دي زمونږ دګوند مشر په هغې بخښنه غوښتې ده اؤ نوي دولت پريکړه کړې ده چې نور به دلته دهيچا سره زياتى نۀ کيږي.
دپاکستان صدراعظم وويل دمنځنۍ اسيا له لارې دګاز درسد په پروسه لاسليکونه شوي دي اؤ هغه هيله لري چې ددغه پروسې له امله به بلوچستان دپرمختيا په لور سم شي.
ښاغلي ګيلاني وويل ديو کال دننه به د١٩٧٣ء داساسي قانون دلاندې صوبايي خپلواکي ټولو صوبو ته ورکول کيږي.اؤ هيڅ يوه صوبه به دخپلو حقونو څخه محرومه نۀ پاتې کيږي.

XS
SM
MD
LG