لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اصف زرداري : دقاضيانو پځايې کيدو کې به يو قاضي هم اغيزمن نۀ وي


دپاکستان پيپلز ګوند ګډ مشر اصف علي زرداري ويلي دي دقاضيانو دپځايې کولو داسې هوارى را ويستل غواړو چې له امله يې يو قاضي هم اغيزمن نۀ وي.
ديو ذاتي تيليويزيون سره دخبرو په مهال اصف علي زرداري وويل دمري داعلان مطابق به يو قاضي هم نۀ ويستل کيږي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دپيپلز ګوند مشر وويل دا مهال ډوډۍ، جامه اؤ کور اؤ دبې روزګارۍ دله مينځه وړل يوه مهمه معامله ده چې هوارى يې زيات ضروري دى.
په دې مهال هغۀ دپارليمان اؤ ديموکراسۍ دمضبوطولو دارادې پخلى هم وکړو اؤ وې ويل دقاضيانو پځايې کول يوه اساسي ستونزه ده له دې امله کميټه کې حفيظ پيرزاده اؤ اعتزاز احسن هم شامل کړل شوي دي.
اصف علي زرداري وويل هغۀ يو سياست مدار دى ځکه نو غواړى دعدليې دبحران دهواري په نتيجه کې دې کوم قاضي هم اغيزمن نۀ وي.
دمطبوعاتو لخوا دمسلم ليګ(ق) اؤ پيپلز ګوند ترمينځ دائتلاف په هکله خپارۀ شوي ګنګوسې هغۀ بې اساسه وبللې ښاغلي زرداري وويل دميا شهباز شريف اؤ نواز شريف ته يو رقم درناوى لري.
هغۀ زياته کړه مونږ پر ادارو قائم يو کومه دسيسه به کاميابه نۀ شي اصف علي زرداري وويل هغۀ څنګه دا منلى شي چې جمهوررئيس دپارليمان څخه بالا دى هغۀ وويل زمونږ دغورځنګ مقصد دپارليمان اؤ ديموکراسۍ پياوړي کول دي.

XS
SM
MD
LG