لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منیر اورکزۍ : په ایف سي ار ننۍ حکومتي غونډه دهوکه ده


اسلام اباد کې درياستونو اؤ سرحدونو دچارو دوفاقي وزير نجم الدين خان په مشرۍ دمرکز دانتظام لاندې دقبائيلي سيمو مشرانو جرګه کې په قبائيلي سيمو کې دامنيت دټينګښت ، دتندلارو اؤ ترهه ګرو په ضد په روانه جګړه ، دايف سي ار په ختمولو اؤ نورو مهمو چارو غور اؤ بحث وشو.
قامي اسمبلۍ کې دفاټا دغړو پارليماني مشر منير اورکزي دغه جرګه عبث ګرځولې ده.
دجرګې په پيل کې قبائيلي مشرانو دپخواني دولت دقبائيلو پر اړه په تګلاره سخته نيوکه وکړه اؤ هيله يې څرګنده کړه دپيپلز ګوند دولت به دقبائيلو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
بلخوا قامي اسمبلۍ کې دفاټا پارليماني مشر منير اورکزي ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې ددغه جرګې په جوړونه نيوکه کړې ده.
اؤ ويلي يې دي دسرحدونو دچارو دغه جرګه کې دګډون کوونکو قبائيلي مشرانو هيڅ حيثيت نشته اؤ دايف سي ار دختمولو دا يوه عبث هڅه ده دقبائيلي سيمو جرګه کې خواؤ شا ٥٠ مشرانو ګډون کړى.
بلخوا درياستونو اؤ سرحدي چارو وفاقي وزير نجم الدين خان ويلي دي دپيپلز ګوند په مشرۍ موجوده دولت دايف سي ار ختمولو په ترڅ کې داولس دمحروميو ختمولو اراده کړې ده.
اؤ په دې اړه به خنډ اچوونکي بيخي ونۀ زغمل شي دانګريزانو ددور ددغه ظالمانه قانون دختمولو لپاره ټاکل شوؤ قبائيلي مشرانو اؤ قبائيلي ځوانانو دصلاح مشورې څخه وروسته به غوڅ خواستونه دکابينې کميټې ته وړاندې کولى شي.
قبائيلي جرګې ته دوينا کولو په مهال وفاقي وزير وويل دپيپلز ګوند لارښود ذوالفقار علي بوټو خپل ژوند کې تقريباً دهرې قبائيلي ايجنسۍ ددورې کولو په ترڅ کې هلته خلکو ته يقين ورکړو چې قبائيليانو ته به د٤٠ ايف سي ار څخه نجات ورکولى شي.
له دې وروسته بې نظير بوټو هم قبائيلي اولس ته دهغوي دحقونو ورکولو غږ پورته کړو اؤ ژمنه يې وکړه چې هغۀ به فاټا کې اصلاحاتو راوستو دقبائيلو محرومۍ ختموي همدا وجه ده چې صدراعظم يوسف رضا ګيلاني پخپله لمړۍ وينا کې دايف سي ار دختمولو اعلان وکړو هغۀ وويل دپخواني دولت له مخې پر قبائيلي سيمو ٧ اربه روپۍ خرڅ شوي دي خو کومه يوه ايجنسۍ کې هم پرمختيايي کار په نظر نۀ راځي هغۀ وويل دايف سي ار دختمولو وروسته به اصلاحات دقبائيلي اولس دمرضۍ مطابق پځايې کولى شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG