لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملگري ملتونه: پاکستان د بشري حقونو په شورا کې باید څوکۍ وا نه خلي


د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په اړه جاري کړې شوی یو راپور وایي پاکستان په شمول پنځه هیوادونه باید نړیوال بشري حقونو شورا کې شامل نه کړی شي.
د ملگرو ملتونو او فریډم هاوس لخوا خپور شوي راپور کې پاکستان، سري لنکا، زمبیا، گبن او بحرین په اړه ویلي شوي دي چې دغه هیوادونه د نړیوال بشري حقونو شورا کې د څوکې اخستو جوگه نه دي.
د پاکستان بلوچستان ایالت د بشري حقونو مشر ظهور احمد شهواني وایي چې دوي ته د نړیوال بشري حقونو شورا په دغې پریکړې څه قسمه تعجب نه دې شوی او دا یو ښه گام بللی دی . ښاغلي شهواني ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې وایي پاکستان کې نه عدلیه، نه پریس خپل واکه دي او نه حکومت د خلکو په خوښه مهمې فیصلې کوي.

XS
SM
MD
LG