لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گیلاني: په قبایلي سیمو کې د سولې لپاره خبرې اترې او انتظامي گامونه اخستل کېږي


د پاکستان دپاکستان صدراعظم يوسف رضاگيلاني دزيارت په ورځ په پلازمينه اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا په مهال ويلي حکومت په قبائيلي سيمو کې دامنيت دوضعې ښۀ کولو ، داقتصادي پرمختيا، دسياسي مذاکراتو اؤ دانتظامي گامونو اخستو په کړنلاره عمل کوي.
صدراعظم زياته کړه دهغۀ حکومت په ايالتي خپلواکۍ باور لري اؤ ديو کال دننه به ټولو ايالتونو ته زيات واک اختيار ورکړل شي.
هغۀ وويل پيپلز گوند اؤ په واکمن ائتلاف کې شامل نور سياسي گوندونه په سياسي جوړجاړي باور لري اؤ دتير وخت دټولو غلطيو په هيرولو سره ديو بل دمقام درناوى کوي.
ښاغلي گيلاني قام ته باور ورکړوچې داساسي قانون دسرلوړۍ، دلرې کړل شوؤ قاضيانو دبيرته پځايې کولو، دميډيا د ازادۍ اؤ دعدليې دبحالۍ په لړ کې چې حکومت اولس سره کومې ژمنې کړي هغه به پوره کولى شي.
بلخوا دواکمن ائتلاف دستر سياسي گوند مسلم ليگ(ن) مرستيال مشر ښاغلي جاويد هاشمي په ډاگه کړې ده چې کۀ لرې کړل شوي قاضيان تر ١٢ مئ پځايې نۀ کړل شول نو پارليمان به ٥ مياشتې ژوند هم ونۀ مومي.
په لاهور کې دوکيلانو يوې دستورې ته ښاغلي هاشمي وويل کۀ پارليمان دپاکستان عدليه ازاده نۀ کړه نو جمهوررئيس مشرف بيا حق لري چې دغه پارليمان دپښو لاندې کړي.
هغۀ وويل دولت ته اولس دامريت په ضد اؤ دديموکراسۍ داحيا دپاره رايې ورکړي دي اؤ اوس دا ددولتي گوندونو مسؤليت جوړيږي چې داولس هيلو ته مثبت ځواب ووايي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG