لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د برما ویجاړونکي طوفان په لسگونو زره وژلي دي


په برما کې د امریکا ډپلومیټ خبریلانو ته ویلي دي چې په طوفان کې د سلو زرو نه زیات خلک وژل شوي دي.
امریکایي چارواکو د تهایي لینډ، ملیزیا، انډونیزیا، چین، هند، جاپان او نورو هیوادونو باندې غږ کړی چې د برما ځان ته شوې حکومت په دې قانع کړي چې دغه بشري ناورین ته ځواب ووایي.
د امریکا د باندینو چارو وزیرې کنډو لیزه رائیس د برما طوفان ته د نړیوالو د مرستو ته مننه کړې ده.
د برما حکومت تراوسه د بهرنیو کمکونو اخستلو نه انکار کوي، او تر اوسه یې ځپل شوو خلکو لپاره یواځې درې ملینه ډالره ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG