لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان :  قبائيلي سيمو کې امن غوښتونکو سره خبرې روانې دي


پاکستان وايي قبائيلي سيمو کې چې چا وسله غورځولې اؤ په امن سره اوسيدل غواړي هغوي سره خبرې اترې روانې دي.
دزيارت په ورځ داووۀ نيز احوال تيرولو په مهال دپاکستان دخارجه دفتر وياند محمدصادق ژورنالستانو ته وويل دپاکستان حکومت دترهه ګرۍ اؤ تندروی دله مينځه وړلو لپاره سياسي، سماجي اؤ معاشي ښۀ والي اؤ پر پوځي حکمت عملۍ اډاڼه تګلاره خپله کړې ده چې دنړيوالې ورورولۍ بشپړ ملاتړ ورته ترلاسه دى.
هغۀ وويل دپاکستان حکومت دريځ دى چې يوازې دپوځي عملياتو له لارې دترهه ګرۍ دله مينځه وړل ممکن نۀ دي ځکه نو حکومت وسله غورځوونکيو ، دتشدد لاره پريښودونکيو اؤ امن خوښؤنکيو سره خبرې اترې کوي.
محمد صادق وويل دترهه ګرۍ پر ضد حکومت کړنلاره درې نکته ايزه ده چې پکې سياسي، سماجي ومعاشي ښۀ والى اؤ پوځي حکمت عملي شامله ده .
د تښتول شوي پاکستاني سفير طارق عزيز الدين په اړه دخارجه دفتر وياند وويل ددغه حساسې معاملې له امله هغۀ دزياتو معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي اؤ وې ويل چې طارق عزيزالدين روغ رمټ دى اؤ هيله ده چې هغه به زر خوشې کړل شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې محمد صادق وويل پاک امريکا اړيکې نۀ يواځې دپاکستان بلکې دامريکا اؤ ددې سيمه په ګټه دي.
دپاکستاني دوتلي سائنس پوهه ډاکټر عبدالقدير خان په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې صادق وويل په دې اړه دامريکا لخوا پر پاکستان هيڅ فشار نشته.
دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې اؤ دپيپلز ګوند دوژل شوې مشرې بې نظير بوټو دوژنې پلټنې دملګرو ملتونو سره دتماس نيولو په اړه خارجه دفتر دپارليمان دقرارداد مطابق داړونده چارواکيو سره صلاح مشورې کوي.

XS
SM
MD
LG