لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افراسیاب خټک : صوبایي حکومت به  یو میاشت کې دننه به ملاکنډ ایجنسۍ کې اسلامي نظام نافذوی


دصوبه سرحد حکومت اؤ دسوات دطالبانو ترمينځ په سيمه کې دامن دټينګښت دپاره په لومړي ځل په پيښور کې په لويې کچ خبرې اترې شوي دي.
د عوامي نیشنل گوند صوبایي مشر افراسیاب خټک ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي چې ددوي حکومت د مولانا فضل الله ډلی ته باور ورکړی دې چې یو میاشت کې دننه به په ملاکنډ ډویژن کې د کال ١٩٩٩شرعي نظام عدل راولی.
نوموړي زیاته کړه په ملاکنډ اؤ سوات سيمه کې دامن دټينګښت اؤ دورانکارۍ دمخنيوي لپاره يوه کميټه هم ټاکل شوې چې دغه کميټه به په سيمه کې حکومت اؤ تندلارو په فعاليتونو اؤ په امن نظر لري.
نن دنهې په ورځ په پيښور کې ترسره شوؤ دغو مذاکراتو کې حکومت په استازيتوب دصوبه سرحد سينئر وزيرانو بشيراحمدبلور، رحيم داد خان ، دملاکنډ ډويژن دپوليسو مشر تنويرالحق سپرا اؤ دسوات ضلعې رابطه افيسر شوکت علي برخه لرله اؤ دتندلارو لخوا مولانا محمدامين، حاجي مسلم خان اؤ محمود خان په مذاکراتو کې ګډون وکړو.
دخبرو په مهال په سوات اؤ ملاکنډ ډويژن کې دامن دټينګښت دپاره تندلارو اتۀ نکته ايزه غوښتن ليک دولت ته وړاندې کړو.
په دغه غوښتنو کې دسوات اؤ ملاکنډ څخه دنيول شوؤ تندلارو دپريښودو ترڅنګ په ملاکنډ ډويژن کې دشريعت دنفاذ، سوات څخه دپوځ دويستلو ، دمقدمو پرته دنيول شوؤ جنګياليو دخوشې کولو، په سوات کې دعملياتو په وخت دشوؤ زيانونو دازالې په ګډون نورې غوښتنې شاملې وې.
دمذاکراتو په مهال دولت دتندروه مشرانو سره په ملاکنډ کې داسلامي نظام عدل په نافذولو صلاح شو اؤ وويل شول چې ديوې مياشتې دننه به دولت دغلته اسلامي نظام عدل نافذ کړي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG