لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چوهدري احمدمختار : طالبانو سره دپاکستان خبرې دټولې نړۍ په ګټه دي


دپاکستان ددفاع وزير چوهدري احمدمختار وايي دطالبانو سره خبرې اترې دپاکستان په ګټه دي او هغوي سره دخبرو دبرياليتوب ګټه به ټولې نړۍ ته رسيږي.
نن دجمعې په ورځ کراچۍ کې ژورنالستانو سره دخبرو په وخت ښاغلي مختار وويل باجوړ کې چې دتوغنديو کوم بريد شوى دى حکومت دهغې جاج اخلي.
ددفاع وزير وويل په تيرو وختونو کې هم دغسې بريدونه شوي وؤ چې په هغې مونږ امريکا سره خبرې کړې وې اؤ داوسني بريد څخه وروسته هم امريکا سره خبرې روانې دي.
ددفاع دوزير وينا وه چې پاکستان دطالبانو او دوزيرستان دخلکو سره مذاکرات کوي اؤ دغه مذاکرات کۀ يو خوا دپاکستان په ګټه دي نو بلخوا يې ټوله نړۍ دګټو څخه برخمن کيږي.
اخوا په شمالي وزیرستان قبایلي سیمه کې د جنگیالو او حکومت ترمنځه د روانی امن پروسې لاندې په دویم پړاؤ کې نن ٢٩و نور بندیان د زندانونو نه خوشې کړې شویدی.
په دغه بندیانو کې ٢٣ جنگیالی او٦ حکومتی عسکر شامل دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر طارق عزیز الدین چې څه موده وړاندې د خیبر قبائل سیمې نه تختولی شوې وو او طالبانو ادعا کړې وه چې نوموړې ددوي په ولقه کې دي، خو تر اوسه د نوموړی د خوشي کولو پحقله حکومت یا جنگیالو څه نه دې ویلي.

XS
SM
MD
LG