لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي ویاند: په ډمه ډولا میزایلي حمله امریکې کړې ده


د پاکستان حکومت د افغانستان پولې ته نزدې قبایلي سیمې باجوړ ایجنسۍ ډمه ډولا کې شوي برید پحقله په لومړي ځل په سرکاري توگه دا خبره منلې دی چې دغه برید امریکا لخوا شوې دی.
د پاکستان پوځ ویاند جنرال اطهر عباس یو بهر ملکي ریډیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د شورو په شپه د باجوړ ډمه ډولا سیمه کې د برید د پلټونو وروسته په ډاگه شوې ده چې دغه برید د امریکې بې پیلوټه الوتکې نه شوې دی.
ښاغلي عباس زیاته کړه د برید نه وړاندې امریکې پاکستان نه کومه اجازه نه وه اخستې او نه یې دوي سره استخباراتي معلومات شریک کړي وؤ.
نوموړي وویل د پاکستان حکومت په دغه پېښه د امریکې حکومت ته سخت احتجاج کړې دی. بلخوا د پاکستان قبایلي سیمه باجوړ ایجنسۍ کې شکمنو تندلارو یو پاکستاني پوځي د امریکا لخوا شوي میزایلي برید په بدل کې وژلې.
د باجوړ قبایلي سیمې ځایې چارواکی نورخان ویلي چې د ملیشې عسکر دغه مړی نن سحر د باجوړ مرکزي ښار گوټې خار نه اته کلومیټره لری موندل شوی.
ددغه مړی سره یولیک پریښودی شوی وو چې ور باندې لیکلې شوی چې دا د ملیشې پوځي یې د ډمه ډولا په سیمه د شورو په ورځ یو کور باندې د میزایلي برید په بدل وژلی دی.
دغه لیک د تحریک طالبان لخوا لیکل شوې دی. دپاکستان دجماعت اسلامي مشر قاضي حسين احمد ويلي دي حکومت بايد په ډمه ډوله کې دامريکا لخوا د شوي بريد سپيناوى وکړي.
دجمعې په ورځ په لاهور کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال قاضي حسين احمد وويل حکومت دامريکا دمرستو په بدل کې دهيواد امنيت ګاڼه کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG