لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسامه بن لادن: اسرائیل به د جگړو نوې مرکز وي


د القاعده مشر اسامه بن لادن نن خپور شوي یو پیغام کې ویلي دوي به د اسرائیل پرضد جگړه جاری ساتي.
په خپل وروستي پیغام کې د القاعدې مشر اسرئیل د مسلمانانو د جنگ مرکز گرځولې دی.
ښاغلي بن لادن د امریکا جمهوررئیس بوش او نورو نړیوالو مشرانو باندی انتقاد کړی څوک چې د اسرائیل ٦٠مې کلېزی لمانځلو لپاره دغه هیواد ته تللي دي.
نوموړي ویلي دا مراسم دوي لپاره یوه یاد گیرنه ده چې اسرائیل د مسلمانانو زمکه قبضه کړې او زیاته کړې مسلمانانو له تر هغه جنگیدل پکار دي ترڅو په زمکه صرف مسلمانان پاتې شي. د بن لادن ددغه پیغام تر اوسه پخلې نه دی شوی.
دا پیغام د جهادي ډلو په یو ویب پانړه خپور کړی شوی دی او څېړونکی وایي دغه غږ د اسامه بن لادن نزدې ښکاري.
اسرائیلي چارواکو د دغه پېغام غندنه کړی ده.
د اسرائیل د بهرنیو چارو ویاند اری میکل ویلي مونږ د لیونو ترهگرو دهړکو ته توجه نه ورکو او زیاته کړه اوس وخت راغلې چې اسامه بن لادن اونیولې شي او هغه ته دهغه د کړو جنایاتو سزا ورکړل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG