لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان تښتول شوى سفير طارق عزيزالدين خوشې کړل شوى دى


دافغانستان دپاره دپاکستان تښتول شوى سفير طارق عزيزالدين دتښتونکيو څخه ٩٦ ورځې وروسته راخوشې کړل شوى دى اؤ خپل کور ته رسيدلى دى.
دپاکستان دولت وايي نوموړى سفير يې د عملياتو په ترڅ کې دتښتونکيو له منګلو څخه ژغورلى دى.
خو سرچينې وايي دطارق عزيزالدين خوشې کيدل دځايې طالبانو سره ددولت دلوظنامې له امله شونې شوي دي.
طارق عزيز الدين دجمعې اؤ خالي په مينځ شپه ناوخته دقبائيلي سيمې رزمک څخه تښتوونکيو خوشې کړى دى اؤ نن دخالي په ورځ ماذيګر پۀ پينډۍ کې خپل کور ته ورسيدو.
دسفير هرکلى دهغۀ خپلوانو اؤ دصدراعظم دکورنيو چارو صلاح کار رحمان ملک وکړو. پخپل کور کې ژورنالستانو سره دخبرو په مهال طارق عزيزالدين وويل هغۀ څه دپاسه درې مياشتې دتښتوونکيو په ولکه کې ؤ اؤ نۀ پوهيدو چې په بهر دهغۀ دخوشې کولو دپاره څۀ روان دي.
نوموړي وويل هغۀ باور لرلو چې دولت به دهغۀ دخوشې کولو لپاره ضرور ګامونه اخلي. طارق عزيز الدين دا هم وويل چې تښتوونکيو هغۀ افغانستان ته نۀ ؤ وړى بلکې دپاکستان دپاکستان دننه ؤ دهغۀ وينا وه چې په ١٩ م اپريل کومه ويډيو جاري شوې وه په هغې کې دنوموړي څخه ټولې خبرې په زوره اخستل شوې وې.
دژورنالستانو سره دخبرو په مهال د صدراعظم دکورنيو چارو صلاح کار رحمان ملک وويل طارق عزيزالدين د تښتوونکيو څخه دکومې لوظنامې يا دبنديانو دتبادلې له امله نۀ دى راخوشې شوى بلکې د سفير دخوشې کولو لپاره عمليات شوي وؤ.
دژورنالستانو دزياتو پوښتنو باوجود هم رحمان ملک دعملياتو په بابله دنورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه اؤ وې ويل وروسته به تفصيلات ورکړل شي.
دپاکستاني سفير دورور طاهر عزيزالدين وينا ده چې طارق عزيزالدين دافغانستان سره نزدې دپاکستان په سرحدي سيمه کې ساتل شوى ؤ سرچينې وايي نوموړى سفير دځايې طالبانو سره دشوې لوظنامې لاندې پريښودل شوى دى.
ددغه لوظنامې ترمخه دولت ٥٥ طالبان اؤ طالبانو ١٨ دولتي کسان خوشې کړي دي نوموړى سفير دروان کال په ١١مه فرورۍ دپاکستان او افغانستان دسرحدي سيمې جمرود څخه هاغه وخت تښتول شوى ؤ کله چې هغه ديو ساتونکي اؤ ډرائيور سره کابل ته روان ؤ.
العربيه تيليويزيوني چينل په ١٩م اپريل دهغه يوه ويډيو هم ښودلې وه. دغه ويډيو په ٨م مارچ ريکارډ کړل شوې وه چې پکې طارق عزيزالدين ددولت څخه دهغه دخوشې کولو دپاره دګامونو اخستو غوښتنه کړې وه دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند مولوي عمر دطارق عزيزالدين دتښتول کيدو څخه لاتعلقي ښودلې وه اؤ ويلي يې ؤ هغه پاکستاني طالبانو نۀ دى تښتولى..

XS
SM
MD
LG