لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال پيټرس : په امريکا کۀ بل بريد کيږي نو دقبائيلي سيمو څخه به وي


دامريکايي پوځ دسرلښکر په توګه غوره کړل شوي کمانډر جنرال ډيوډ پيټرس وايي کۀ چرې پر امريکا کوم بل بريد ترسره شو نو هغه به دپاکستان دقبائيلي سيمو څخه شوى وى.
دجنرال پيټرس وينا ده څنګه چې هغه خپل نوى منصب ترلاسه کړي نو تر ټولو دمخه به دپاکستان سفر کوي.
دبرطانوي خبري اژانس ترمخه تيره ورځ هغه امريکايي سناتورانو ته وويل القاعده اوس مهال تر ټولو زيات پام عراق ته لري ولې دا هم يو حقيقت دى چې په قبائيلي سيمه کې دالقاعده جرړې زياتې مضبوطې شوي دي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې دتيرو څو ورځو راهسې امريکايي سناتوران دقبائيلي سيمو دوضعيت اؤ حکومت اؤ ځايې طالبانو ترمينځه دسولې په تړونونو انديښنې ښکاره کوي اؤ دجمهوررئيس بوش دانتظاميې څخه پوښتنې کوي چې دامريکا لخوا پاکستان ته دترهه ګرۍ دچقولو لپاره داربونو ډالرو دورکولو باوجود ولې دغلته برياليتوب نۀ ترلاسه کيږي؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG