لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داساسي قانون د پيکج مسوده کې دجمهوررئيس واک کم کړل شوى دى


دپاکستان پيپلز ګوند دمرکزي مجلس عاملې په غونډه کې دائيني پوهانو له اړخه په تيار کړل شوي ٦٢ نکته ايز ائيني پيکج دپيپلز ګوند مشرانو ته احوال تير کړل شوى دى.
غونډه نن دخالي په ورځ دګوند دمشر اصف علي زرداري په مشرۍ وشوه چې پکې مخدوم امين فهيم، چوهدري اعتزاز احسن، ميا رضارباني، نورو مرکزي اؤ صوبايي وزيرانو اؤ دصوبه سرحد اؤ بلوچستان اعلي وزيرانو ګډون وکړو.
منابعې وايي دغونډې په لمړي پړاؤ کې دائين پوهانو له اړخه دغونډې برخه والو ته د ٦٢ نکته ايز ائيني پيکج په بابله احوال تير کړل شو اؤ هغوي ددې دمختلفو اړخونو په غور سره جاج واخستو.
دائيني پيکج دغه مسوده به له منظوريدو څخه وروسته مرکزي کابينې اؤ دواکمن ائتلافي ګوند نورو ملګرو، مسلم ليګ (ن)، عوامي نيشنل پارټۍ اؤ جمعيت علماء اسلام ته هم ليږل کيږي. سرچينې وايي په مسوده کې په ٣م ځل دصدراعظم په جوړيدو دقدغن ختمولو، دپارليمان دغړو داهليت په هکله دائين په دفعه ٦٢ اؤ ٦٣ کې دترميم وړانديز شامل دى.
دائيني پيکج له مخې د 58(2)B (چې دلاندې يې جمهوررئيس پارليمان ختمولى شي )، دامنيتي کونسل دختمولو، دلويې څارنوال ، دټولټاکنو دکمشنر ، ګورنرانو، دپوځ دسرلښکر ، دنورو دولتي ادارو دمشرانو دمقررولو دواک د جمهوررئيس څخه داخستو اؤ صدراعظم ته دورکولو وړانديز شوى دى
. همدغه راز دسترې محکمې اؤ داياليتي محکمو د قاضيانو دملازمت دمودې دکمولو وړانديز هم شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG