لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بيت الله محسود : نۀ خو دبې نظير بوټو په وژنه کې لاس لري اؤ نۀ يې دپاکستاني سفير طارق عزيزالدين تښتولى ؤ


دپاکستاني طالبانو دغورځنګ مشر بيت الله محسود وايي هغه نۀ خو دبې نظير بوټو په وژنه کې لاس لري اؤ نۀ يې دپاکستاني سفير طارق عزيزالدين تښتولى ؤ.
محسود وايي ځانمرګي بريدونه دخپلې دفاع دپاره اتوم بم ګڼي اؤ په افغانستان کې به په ائتلافي پوځيانو بريدونو ته دوام ورکړي.
په جنوبي وزيرستان کې ژورنالستانو ته نوموړي دنامعلوم مقام څخه دتيليفيون په ليکه وويل دهغه سره د ٣٠ ؤڅڅه تر ٤٠ؤ دپاکستاني طالبانو دغورځنګ مشر بيت الله محسود وايي هغه نۀ خو دبې نظير بوټو په وژنه کې دولتي کسان بندي دي.
دولت سره دسولې دتړون په اړه دپاکستاني طالبانو مشر وويل په دې هکله خبرې اترې دوام لري اؤ هيله ده دسولې لوظنامې به ترسره شي.
په تيرو مياشتو کې دپاکستان دتښتول شوي سفيرطارق عزيزالدين دتشتونې په هکله دپوښتنې په ځواپ کې بيت الله محسود په ډاګه کړه طارق عزيزالدين دطالبانو دغورځنګ لخوا نۀ ؤ تښتول شوى بلکې دطالبانو کومې بلې ډلې هغه تښتولى ؤ.
اؤ هم هغوي دسفير دخوشې کولو په بدل کې دخپلو څو ملګرو دخوشې کولو غوښتنه کړې وه. خو ولې په خوشې شوؤ بنديانو کې کوم مهم ملګرى نشته.
نوموړي وويل نۀ خو هغوي دطارق عزيزالدين په هکله دپيسو غوښتنه کړې وه اؤ نۀ يې دخپلو ملګرو دخوشې کيدو.
ديوې بلې پوښتنې په ځواپ کې دپاکستاني طالبانو مشر وويل هغوي دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې سره هيڅ تعلق نۀ لري.
هغۀ وويل کله چې بې نظير بوټو پاکستان ته راتله نو هاغه وخت يې څو بيانونه ورکړي ؤ چې په هغې مونږ انديشنه ښودلې وه.
دبيت الله محسود وينا وه کۀ حکومت سره دبې نظير بوټو دوژنې په اړه کوم ثبوتونه وي نو بايد هغه مخې ته راوړي، خو مونږ پوهيږو چې حکومت په دې هکله هيڅ ثبوت نۀ لري اؤ کومې ګرفتارۍ چې شوي دي دهغو خلکو څخه هم په زوره بيانونه اخستل شوي دي.
بيت الله محسود وويل کۀ بې نظير بوټو مونږ وژلي وي نو دهغې پلار اؤ ورونه چا وژلي؟ دهغۀ وينا وه دطالبانو دتحريک هدف په ټول هيواد کې شريعت نافذول دي اؤ هغوي دسوات په ګډون په نورو سيمو کې دشريعت دنافذولو غوښتنه لري.
هغۀ وويل افغانستان ېو اسلامي هيواد دى اؤ دغلته امريکايانو په مسلمانانو بريد کړى دى ځکه نوهغوي به په افغانستان کې دخارجي ځواکونو په ضد دبريدونو څخه لاس وانۀ خلي.
په جنوبي وزيرستان کې دبهرنيو وګړو دموجوديت په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې دطالبانو مشر وويل دغلته غير ملکي خلک نشته، له دې وړاندې امريکا داسامه په پلمه په افغانستان بريد وکړو اؤ په وزيرستان کې دخارجي وګړو په پلمه بريد کول غواړي. هغۀ وويل مونږ دخپل تحفظ دپاره ځانمرګي بريدونه خپل اتوم بم ګڼو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG