لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دجممهوررئيس مشرف د استعفا گنگوسې ردکړل شوي دي


دپاکستان دجمهوررئيس پرويزمشرف اودپوځ دسرلښکرجنرال اشفاق پرويزکياني ترمنځ نن دزيارت په ورځ ترسره شوې ليدنې نوي شکونه راولاړکړي دي.
اؤپاکستاني مطبوعاتوخبرورکړى دى چې دغه ليدنه د جمهوررئيس د واک څخه دګوښه کولوپه اړوند شوې ده.
خودپوځ اؤجمهوررئيس وياندو بيادغسې اوازې په کلکه ردکړې دي اؤ وايي دا يوه دمعمول ليدنه وه چې په کې دواړومشرانو په مهموملکي چارو خبرې اترې کړې دي.
ددغې ليدنې وروسته ځينو پاکستاني مطبوعاتو داسې خبرونه خپارۀ کړل چې دواکمن ګوندپيپلزپارټۍ دمشراصف علي زرداري اؤ ښاغلي مشرف ترمنځ په دې وروستيوکې دپيداشوي تاؤتريخوالي څخه وروسته پيپلزګوندپريکړه کړې ده چې جمهوررئيس دواک څخه ګوښه کړي ياورته ووايي چې بايد هغه پخپله په باعزته توګه دواک اختيارڅخه لاس واخلي اودخپلې چوکۍ څخه استعغاورکړي.
پاکستاني مطبوعاتو دپوځ دسرلښکر او جمهوررئيس ترمنځ ليدنه هم ددغه غرض دپاره ګرځولې ده.
خودپاکستان دپوځ وياندميجرجنرال اطهرعباس ددغه ليدنې په هکله وايي دا يوه عادي ليدنه وه چې په کې ميډيا ته د وئيلو دپاره هيڅ نه وؤ.
پوځي وياندوويل دجمهوررئيس په امنيت مامور هيڅ يوکمانډرنۀ دى اخواکړل شوى اؤبريګيډيئر عاصم باجوه دخپلي قوماندې موده بشپړه کړې وه دهغۀ وينا وه جمهوررئيس اؤ دپوځ سرلښکر ديوبل سره په تماس کې وي.
همدغه راز د جمهوررئيس ښاغلي مشرف وياندراشدقريشي هم د جمهوررئيس دمستفعي کيدو اوازې ردکړې دي اؤ وئيلي يې دي جمهوررئيس د واک پريښودلو هيڅ اراده نۀ ده کړې

XS
SM
MD
LG