لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دميانواز شريف اؤ شهباز دټاکنې دکاغذونو منظورولو په اړه دقاضيانو ترمينځه اختلاف راوړلاړ شوى دى


دلاهور سترې محکمې دټولټاکنو ټريبونل قاضيانو ترمينځه دميا نواز شريف اؤ دهغۀ دورور شهبازشريف دټاکنې دکاغذونو دمنظورۍ په ضد د ورکړل شوؤ اپيلونو په پريکړه يو ځل بيا درايې اختلاف راوړلاړ شوى دى چې له دې وروسته دغه مقدمه بيا چيف اليکشن کمشنر ته استول شوې ده.
اؤ اوس به هم هغۀ دميانواز شريف اؤ شهباز شريف داهل يا نااهل ګرځولو پريکړه کوي.
دټولټاکنو دټريبونل قاضي اکرم قريشي له مخې ددغو دواړو کاغذونه له ناسمې لارې څخه منظول کړل شوي دي اؤ هغوي حق نۀ لري چې په ټولټاکنو کې برخه واخلي خو ددويم قاضي حافظ طارق نسيم دپريکړې له مخې دميا نواز شريف اؤ شهباز شريف دټاکنې کاغذونه سم دي اؤ هغوي حق لري چې په ټولټاکنو کې برخه واخلي.
دټولټاکنو ټريبونل دهغوي په ضد دورکړل شوؤ اپيلونو فيصله تيره ورځ خوندي کړې وه چې نن سحر يې اوريدونه وه.
له دې وړاندې هم دلاهور سترې محکمې دټولټاکنو ټريبونل قاضيانو ترمينځه دميانواز شريف اؤ شهباز شريف دټاکنې دکاغذونو دمنظورولو پر پريکړه درايې اختلاف شوى ؤ.

XS
SM
MD
LG