لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف د پرويزمشرف دغدارۍ  د  قضیې پیلو لو غوښتنه کړې ده


دپاکستان مسلم ليګ (ن ) ګوندمشر اؤپخواني صدراعظم ميانواز شريف غوښتنه کړې ده چې دهغۀ په حکومت دکودتاکولو اؤ دقاضيانو دلرې کولو په جرم کښې بايد دجمهوررئيس پرويزمشرف په ضد دغدارۍ مقدمه وچلول شي.
نوموړى وايي دهغۀ دبې ګناهۍ ثبوت نن پخپله پوځي جنرالان ورکوي اؤجنرال ( ر )جمشيدګلزارکياني د پرويزمشرف دروغوڅخه پرده پورته کړې ده.
دښاغلي شريف د ويناترمخه په ١٢م اکتوبر ١٩٩٩ء چې مشرف د هغۀ دحکومت نسکورولو په مهال څه وئيلي وؤ هغه سوچه دروغ وؤ.
نن دنهې په ورځ لندن ته د روانيدوڅخه مخکې دلاهور په هوايي ډګر ژورنالستانوسره دخبروپه وخت نوازشريف وويل دجنرال کياني دڅرگندونو څخه په ډاګه شوې ده چې د کارګل په اړه دنوازشريف دريځ ريښتونى ؤ ، هغه مهال دکارګل په اړه پوځ ته يوڅه ويل شوي وؤ اؤصدراعظم ته بل څۀ.
نوازشريف زياته کړه هغه پوځ ته هر وخت درناوى لرلى دى او يواځې دپوځ دبدنامۍ څخه دژغورلوپه خاطريې هاغه وخت امريکاته سفر کړى اؤ.
دجمهوررئيس کلنټن سره يې ليدلي وؤ ديوې پوښتنې په ځواب کې پخواني صدراعظم وويل هغه په اساسي قانون کې دبدلونونو مسوده ترلاسه کړې ده اؤ کله چې يې ګوندي ملګري دهغې دقيق جاج واخلي نوبيابه دخپل ګوند د دريځ څخه دپيپلزګوندمشر اصف علي زرداري خبرکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG