لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ او میران شاه کې د سي ډي گانو په دوکانونو بمي بریدونه


چاؤدنه دکوهاټ په يو بازار بانو مارکيټ کې دسي ډي ګانو په دوکان کې وشوه په پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان ژوبل شوي دي.
دچاؤدنې له کبله خواؤ شا ١٠ؤ دوکانونو ته هم زيان رسيدلى دى اؤ دغه مارکيټ کې ولاړې څو موټر سائيکلې هم ويجاړې شوې.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دکوهاټ روغتون ته رسول شوي دي.
همدغه راز شمالي وزيرستان کې نامعلومو کسانو ميرانشاه بازار کې ٢ مارکيټونه په چاؤديدونکيو موادو سره والوځول چې له امله يې دسي ډي ګانو ٨ دوکانونه ړنګ اؤ ٢٠ؤ ته زيان رسيدلى دى.
د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهگرۍ پرضد د جگړې وروسته، د هیواد په قبایلي سیمو او صوبه سرحد کې د زیایتدونکې تندلارۍ له امله اکثره سینما گانې اؤ د سي ډي گانو دوکانونه په نښه کېږي.
په تیروڅو کلنو کې د تندلارو لخوا د دغه ډول بریدونو لړۍ د سي ډي گانو یا تفریحي روزگارونو ته سخت زیان رسولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG