لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايډمرل مائيکل مولن دپاکستان پوځي مشر جنرال کیاني سره دوه ځله لیدلي


دپاکستان په سفر راغلي دامريکا دګډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن پاکستان کې دخپلې ايسارتياپه مهال نن دشوروپه ورځ په دوهم ځل دپاکستان دپوځ سرلښکرجنرال اشفاق پرويزکياني سره ليدلي اؤورسره يې دترهګرۍ په ضد دروانې جګړې ترڅنګ په مهموچاروخبرې اترې کړې دي.
په اسلام اباد کښې دامريکايي سفارتخانې وياندې دليدنې په اړه خبریالانوته وويل په دغه ليدنه کې ددواړوهيوادونو دپوځي مشرانوترمنځ دترهګرۍ په ضددروان جنګ اؤ پوځي اړيکوته د ودې ورکولو په هکله په بيلابيلو چارو خبرې اترې وکړل شوې.
وياندې وويل پاکستان کې دايسارتياپه وخت دښاغلي مولن په مهال ويش کې دجمهوررئيس پرويزمشرف سره ليدنه شامل نۀ ده، بل لوري ته دامريکا دګډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن نن دخپل پاکستاني سيال جنرال طارق مجيدسره هم ليدلي دي.
ايډمرل مائيکل مولن سره دخبروکولو په وخت دپاکستان دګډوځواکونودکميټې مشرجنرال مجيدوويل دترهګرۍ په ضد روانه جګړه يواځې دټوپک په زور نۀ شي ګټل کيدى بلکې دترهه ګرۍ مقابلې کولو لپاره فکر بدلولو ته اړتيا ده.
ښاغلي مجيد وويل يو داسې ماحول به برابرول وي چې پکې ترهه ګرۍ اؤ انتها خوښۍ ته وده نۀ وي ترلاسه.
هغۀ وويل بايد دتندلاريتوب دله مينځه وړلو لپاره دخبرو اترو عمل اؤ اقتصادي پرمختيا ته هم اوليت ورکړل شي.
امريکايي پوځي مشر دپاکستاني پوځي مشرانوسره دغه ليدنې په داسې وخت کې ترسره کړې دي چې دامريکايي سناء لخوا پاکستان ته د١٠ؤ ايف ١٦ الوتکو ورکولواجازه ورکړل شوې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG