لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښوراؤديرکې دپوليسوپه ګاډوبريدونوکې او چترال کې مائن چاودنه کې اته کسان وژل شویدي


دصوبه سرحد په سرښار پيښوراؤ کوز دير کې دپوليسو په ګاډو بريدونه شوي چې له امله يې ٤ پوليس وژل شوي اؤ٥ نور ژوبل شوي دي.
د گل اؤ اتوار په مينځ شپه خواؤ شا يوه نيمه بجه دمتنو تاڼې مشر يا ايس ايچ اوګلاب شاه دنورو پوليسو سره په ګاډي کې ګزمه کوله چې په دغه مهال دځنګلي په سيمه کې وسله والو کسانو ددغه پوليسو پر ګاډي ډزې وکړې اؤ دپوليس لخوا دځوابي کارروايۍ په غبرګون کې وسله والودپوليسوپه ګاډي راکټ وداغلو چې له کبله يې څلور پوليس شاه بادشاه،قدرګل ، عارف اؤ ډرائيور په موقع مړۀ شول.
دپيښې څخه وروسته ګڼ شمير پوليس دپيښې ځايې ته ورسيدل اؤ سيمه يې پخپله ولکه کې واخسته.
بل لوري ته نن دګل په ورځ غرمه دصوبه سرحد دکوز دير په لال قلعه سيمه کې دپوليسو يو ګاډى په ريموټ کنټرول بم الوځول شوى دى چې له امله يې ٤ پوليس ژوبل شوي دي.
ويل کيږي دپوليسو دغه ګاډى دتحريک نفاذ شريعت محمدي دمشر مولانا صوفي محمد په کاروان کې شامل ؤ اؤ کله چې دمولانا صوفي محمد دکاروان ګاډي دلال قلعه څخه تير شول نو دغلته دپوليسو ګاډى په ريموټ کنټرول بم والوځول شوچې پکې ٤پوليس ژوبل شوي دي. اخوا د چترال په گرم چشمه سیمه کې د یو مائن په چاؤدیدو څلور ماشومان وژل شویدي. خبري سرچېنې وایي دغه مائن هغه وخت وچاویدو کله چې ماشومانو د مزکی نه ددې دراویستو کوشش وکړو.
ځایې خلق وایي څه موده وړاندې په دغه ځائې کې د افغان کډوالو ېو غټ کمپ وو او دهغې نه مخکښې د اتیا په لسېزه کې د پېښې په دغه ځایې د درنی وسلی یو غټ ډیپو وو چې د شوروی یرغل په وخت افغانستان ته جگړې لپاره به ترې وسله لېږلې کېده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG