لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان لخوا په یو برید کې په مومندو کې ١١ پاکستاني عسکر وژل شوي دي


دپاکستان اوافغانستان په سرحدي سيمه مومند ايجنسۍ کې دناټودځواکونولخواپه ځايي طالبانودبريدلۀ امله ديوپاکستاني پوځي افسرپه ګډون لږترلږه یولس پاکستاني پوځیان وژل شوي اؤ د نهو عسکرو ترڅنگ گڼ شمېر کسان ژوبل شوي هم دي.
د پاکستان د پوځ ویاند دغه پېښه غندلې او د ترهگرۍ پرضد جگړه کې د پاکستان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ په همکارۍ یې یو برید گرځولی دی.
دسيمې څخه دترلاسه شوؤ اطلاعاتوله مخې پرون دنهې په ورځ غرمه مهال دافغانستان پولې ته څيرمه دپاکستان د سرحدي سيمې مهمندايجنسۍ دشيخ بابا په غرونوکې دناټوځواکونو وغوښتل چې دطالبانو په فعاليتونودنظرساتلوپه غرض يوه امنيتي پوسته جوړه کړي خودغلته دچونتاپه نومې دپاکستاني پوستې عسکروهغوئ ته دپوستې جوړولواجازه ورنۀ کړه .
سرچينې وايي کله چې دناټوځواکونه دپاکستاني سيمې څخه بيرته افغانستان ته اوختل نوپه دغه مهال پرې دنزدې غرونوڅخه ځايي طالبانوبريدوکړواؤ هغوئ ته يې تلفات ورواړول.
وروسته ماسخوتن دناټوځواکونودزمکې اوهواله لارې دشيخ باباپه سيمه کې دطالبانوسنګرونه په نخښه کړل په دغه مهال دراکټ يوه مرمۍ دپاکستاني عسکروپه پوسته ولګيدوچې له امله يې داکبرپه نوم ديوپوځي ميجرپه ګډون ١١ دايف سي يامليشې عسکرووژل شول اؤ نهه نورسخت ژوبل شول.
دا هم معلومه شوې ده چې د ناټو دوؤ الوتکو په سيمه کې په بهادر قلعه او ګلونو قلعه بمباري کړې ده خو په دغه بمبارۍ کې کومه مرګ ژوبله نۀ ده رامنځته شوې هم دغه راز وئيل کيږي د ناټو لخوا د بريد پرمهال د پاکستان په امنيتي پوسته کې د موجودو ٥٠ؤ عسکرو د جملې څخه يوازې ١٠ ؤ عسکرو سره تماس نيول شوى او ٤٠ نور بې درکه شوي دي.
په مومند ايجنسۍ کې د ځايي طالبانو وياند ډاکټراسد د ډيوه راديو خبريال ته وويل د ناټو عسکرو غوښتل د پاکستان خاورې ته راواوړي او دلته عمليات وکړي ولې ځايي طالبانو د هغوي مخه ونيوله او بريد يې ورله په شا وتمبولو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG