لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په باجوړ کې یوه میرمن د جاسوسۍ په تور وژل شوې


دپاکستان دقبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په عنايت کلي کې يوه نامعلومه ښځه ځايې طالبانو دجاسوسۍ په تور وژلې ده.
ددغه ځوانې ښځې دمړي سره دځايې طالبانو لخوا يو کاغذ هم پريښودل شوى چې پر پښتو ژبه ښکل شوى دى دغه ليک کې پر دغه ښځه دجاسوسۍ کولو په اړه تورونه لګول شوي دي.
دغه مړى دعنايت کلي ديوې مقبرې څخه نن دچارشنبې په ورځ موندل شوى دى دمړي موندل کيدو څخه وروسته ګڼ شمير خلک دغلته ورغلل اؤ د ويرې اؤ خوف ماحول تر سترګو کيدو. دا لمړى ځل دى چې په باجوړ ايجنسۍ کې يوه ښځه دجاسوسۍ په تور وژل شوې ده، له دې وړاندې وخت په وخت دباجوړ په مختلفو سيمو کې يو شمير سړي هم امريکا دپاره دمخبرۍ په تور وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG