لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنټگان : د پاکستان په خاوره شوی برید جایز دی


د امریکا دفاع وزرت پنټگان دپاکستان اوافغانستان په سرحدي سيمه مهمندايجنسۍ کې شوې برید جائز گرځولې دی.
د نهې په ورځ د امریکایي ځواکونولخوا شوي په دغه برید کې ديوپاکستاني پوځي افسرپه ګډون لږترلږه ١١پوځیان وژل شوي وؤ.
د پاکستان پوځ او حکومت دواړو دغه برید په سختو ټکو کې غندلې وؤ.
د پاکستان صدراعظم ښاغلي یوسف رضا گیلاني په قامي اسمبلۍ کې په خپل یو بیان کې ویلي وو چې د پاکستان قامي سلامتیا په خطر کې ده.
بلخوا افغانستان کې امريکايي ائتلافي پوځ پاکستاني حدودو کې دائتلافي الوتکو دبمبارۍ ويډيو جارى کړې ده.
ويډيو دبې پيلوټه الوتکې له لارې جوړه شوې ده، چې پکې يو سړی داسې ښودل کيږي چې د ٧ؤ کسانو دډلې سره خبرې کوي.
دائتلافي پوځ وينا ده چې طالبان دافغانستان په کونړ ولايت کې پر ائتلافي پوځ دبريد وروسته دپاکستان په سرحدي سيمه کې پټ شوي وؤ.
دغه ويډيو کې ښودل شوي دي چې دهوا څخه لمړى بريد ديو ګټ شاته پر پټ يو تن شوى دى اؤ له دې وروسته پرله پسې ديوې تنګې لارې سره نزدې درې بريدونه شوي دي.
ويډيو کې ويل شوي دي چې دغه سيمه کې هيڅ يو پاکساني پوسته په نظر نۀ راځي خو دپاکستان وينا ده چې تيره شپه پاک افغان سرحدي سيمه مهمند ايجنسۍ کې دائتلافي پوځ بريد کې ١١ پاکستاني پوځيان وژل شوي وؤ.
اخوا کراچۍ کې خبریالانوسره دخبرو په مهال د پاکستان د دفاع وزیراحمدمختار وويل دپاکستان پر قبائيلي سيمه مهمندايجنسۍ شوى بريد پاکستاني حدودو کې دداخليدو په ترڅ کې نۀ دى شوى بلکې دغه بريد د هوا څخه شوى دى اؤ پاکستان دا توان نۀ لري چې ٣٠ زره فټه بره ګرځيدونکې الوتکې معلومې کړي.
هغۀ وويل پاکستان دخپلو پولو دسرغړونې اؤ پوځيانو په وژنه امريکا اؤ ائتلافيانو ته سخت احتجاج کړى دى اؤ دهغوي څخه يې دمعاوضې غوښتنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG