لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا پاکستان ته دمومندوايجنسۍ دپيښې دگډوپلټنوبلنه ورکړې ده


د امريکا د دفاع وزيررابرټ ګيټس پاکستان ته مومندوايجنسۍ کې په پاکستاني ځواکونو دشوي بريددګډوپلټنوبلنه ورکړې ده خودامريکادګډوځواکونو دکميټې مشرمائيکل مولن وايي په پاکستان کې ترسره شوي دغه عمليات دټاکل شوې لارې ياطريقې سره سم وؤ.
په گډو پلټنو کې افغانستان ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
په برسلزکې دناټودبهرنيوچارودوزيرانو دغونډې په مهال دامريکادد دفاع چارو وزير خبريالانوسره په خبروکې په دې خبره خواشيني وښودله چې ددغه پيښې له امله ديومهم ائيلافي سره دامريکا ستونزه پيداشوې ده.
دهغه ويناوه که اړتياوليدل شوه نوامريکابه ددغه بريد په هکله خپله رايې بدله کړي
ښاغلي ګيټس وويل هغه داګڼي چې دمومندوايجنسۍ عمليات ديوې ټاکل شوې تګلارې ترمخه وؤولې ددې په هکله ښه پريکړه دپلټنوڅخه وروسته کيدى شى.
، بل لوري ته دامريکا دګډوځواکونودکميټې مشرمائيکل مولن په واشنګټن کې خبريالانوته وئيلي دي دپاکستان په قبائيلي سيمه کې دشوي بريد ټول اړخونه لا نۀ دي روښانه شوي ولې په دې لړکې چې کوم معلومات ترلاسه شوي هغې څخه داسې بريښي چې عمليات دټاکل شوې لارې ترمخه وؤ.
، مائيکل مولن وويل امريکا په دغه پيښه کې دپاکستانيانو وژنه نۀ ده منلې خوکه چرې وژنې شوې وي نو دابه دخواشينۍ وړوي.
، له دې وړاندې دجمهوررئيس بوش دملي سلامتۍ مشاور اسټيفن هيډلى په روم کې خبريالانوته وويل امريکا دپاکستان دتورونو جاج اخلي اؤ په دې ستونزه دامريکادحکومت اطلاعات هم متضاددي.
هم دامريکايي سنا‌ء غړي کارل ليون وئيلي دي دپاکستان نيت شکمن دى ځکه نوائتلافي ځواکونوته په پاکستان کې دځوابي عملياتواجازه ورکول پکارده،خوپه امريکاکې دپاکستان سفير حسين حقاني مومندوايجنسۍ کې دائتلافي ځواکونو لخواپه ترسره شوؤعملياتو واشنګټن ته احتجاج کړى دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG