لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار: په زندان دځانمرګي بريدونو له امله  لږ ترلږه ١٠٠٠ بنديان تښتيدلي دي


دافغانستان په کندهار ولايت کې طالبانو په زندان ځانمرګي بريد کړى دى چې له امله يې دکندهار دزندان څخه د ٣٥٠ؤ طالبانو په ګډون خواؤشا ١٠٠٠ بنديان تښتيدلي دي.

دسرچينو له مخې دجمعې اؤ خالي په مينځ شپه پر موټر سائيکلو سورو ګڼ شمير طالبانو دکندهار پر بندي خانه بريد وکړو.

دغه طالبانو دبندي خانې دلويې دروازې ماتولو لپاره ځانمرګي بريدونه وکړل اؤ له دې وروسته راکټې هم وداغل شوې.

په دغه وخت بندي خانه کې موجود ٣٥٠ طالب جنګيالي دخونو څخه بهر راووتل.

دکندهار دولايتي شورا مشر ولي کرزي وويل پيښه کې لږ ترلږه ١٥ پوليس وژل شوي اؤ ګڼ شمير ټپيان شوي هم دي.

هغۀ وويل دبندي خانې څخه ټول په ټوله خواؤشا ١٠٠٠ قيديان تښتيدلي دي چې پکې ٣٥٠ طالب بنديان هم شامل دي.

دافغانستان دقانون اؤانصاف وزير سرور دانش ويلي دي تر اوسه دزندان څخه دتښتيدلو بنديانو په هکله هيڅ نۀ شي وئيل کيدى اؤ په پيښه کې يې د ٢ؤ پوليسو دوژل کيدو تصديق وکړو.

دپيښې څخه وروسته کندهار ولايت کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.

پوليسو اؤ پوځيانو ښار کې ګزمې پيل کړي دي اؤ خلکو ته ويل شوي دي چې دکورونو څخه بهر نۀ راوځي.

دکندهار دبندي خانې مسؤل وويل داسې بنديان هم موجود دي چې نۀ دې تښتيدلي اؤ هغوي بندي خانه کې وسيدو ته اوليت ورکړو.

اخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي مطبوعاتو ته ويلي دي دکندهار ولايت په بندي خانه شوي بريد کې دوؤ طالب ځانمرګيو اؤ پر موټر سائيکلو سپرو ٣٠ؤ طالبانو برخه اخستې وه.

هغۀ وويل دعملياتو پر مهال مونږ خپل ٤٠٠ ملګري ازاد کړي دي.

دعيني شاهدينو له مخې دبندي خانې ددروازې ماتولو لپاره ٢ ځانمرګي بريدونه وشول.

بلخوا دبرطانيې ددفاع وياندې ويلي دي چې برطانيه به افغانستان ته نور پوځيان ليږي اؤ دې لړ کې به راتلونکې اوونۍ کې اعلان کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG