لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قندهار : ارغنداب نه د احتمالی جگړو له ویرې زرهاؤ خلکو کډې پیل کړیدي


د افغانستان په جنوبي برخه قندهار ولایت ارغنداب ولسوالئ کې د طالب جنگیالو اؤ د ناټو او افغان قواؤ ترمنیځه احتمالی جگړی پیل کیدو له ویرې په زرهاؤ مقامی خلکو خپله سیمه پریښې ده اؤ نورو محفوظو سیمو نه په تېښته دي.
ځایي خلک وایي طالب جنگیالو دغه سیمه کې ځایې په ځایې مائنونه ښخ کړیدی اؤ ځینې ځایونو کې یې پلونه هم په بمونو الوزولی دي.
ځایي خلک وایي خوااوشا ٥٠٠ طالب جنگیالو په ارغنداب ولسوالئ کې د اتو نه زیات کلی نیولې دي.
اخوا امریکایي ځواکونه وایي چې دوي سره کوم داسې معلومات نشته چې گنی جنگیالو په دغه سېمه کنټرول ترلاسه کړیدې.
اخوا دناټو د الوتکو لخوا په ارغنداب کې داسې پمفلټونه غورزول
شویدي چې مقامي خلکو نه پکې غوښتنه شویده کې جگړه پیل شي نو کورونو نه دې بهر نه راووځي.
حکومت په ارغنداب کې کرفیو یا گرز بندیز لگولی دی.

بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو مشاور رحمان ملک ویلي دي چې د افغانستان پولې ته نزدې قبایلي سېمو کې به تندلارو څارنه د سټلایټ د لارې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG