افغان
چارواکو ویلي دي د افغانستان جنوبي ښار
کندهار خوا ته افغان ځواکونو او ناټو
عسکرو په گډو عملیاتو کې نزدې ٢٠ طالبان
وژلي دي.
افغان دفاع وزرات ویلي دي په دغه عملیاتو کې چې د کندهار ولایت ارغنداب
ولسوالئ کې تر سره کیږي دوه افغان
افسران هم وژل شوي دي.
د دفاع وزارت د
نهې په ورځ ویلي وؤ په سلگونو طالبان وسله والو د کندهار ولایت په یوشمېر کلیو
قبضه کړې، لارې یې تړلې دي، پولونه یې وران کړې دي او مائنونه یې ښخ کړي دي.
د
طالبانو پرضد عملیاتو کې هیلې کاپټرې او درنې وسلی کارول کېږي.
د امریکا د دفاع
وزارت دا خبره دروغ بللې چې وایي طالبانو په یو شمېر کلیو قبضه کړې ده.
دجگړې د
ویرې په زرگونو خلکو ته شب پاڼی یا پمفلټونه غورځول کیږي. په شب پاڼو کې خلکو ته
ویل کیږي چې د جگړې په وخت په خپلو کورونو کې پاتې شۍ.
اخوا د افغانستان په هلمند
ولایت کې طالبانو سره په نښتو کې څلور برتانوي پوځیان هم وژل شوي دي.
1