لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مذاکراتي کميټه : طالبانو سره دامن تړون پځايې دى


سوات کې دامن لوظنامې حکومتي غړي وايي طالبانو سره به دامن تړون پځايې وي، خو دطالبانو دغورځنګ دمذاکراتي کميټې مشر ويلي دي حکومت پر امن لوظنامه عمل نۀ کوي.
دحکومتي مذاکراتي کميټي غړي اؤ دځنګلونو صوبايي وزير واجدعلي خان اؤ دسوات ډي سي او شوکت علي يوسف زي ذاتي تيليويزيون سره په خبرو کې وويل سوات کې دامن دټينګښت لپاره حکومت اؤ طالبان هڅې کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دهغوي وينا وه کۀ چرې طالبانو کومه ګيله کولى نو حکومت سره به يې تماس نيولى ؤ؟
بلخوا دسوات دطالبانو دغورځنګ دمذاکراتي کميټې مشر علي بخت ميډيا سره په خبرو کي وويل حکومت پر امن لوظنامه عمل نۀ کوي.
دهغۀ وينا وه حکومت دې ديوې اوونۍ دننه دامن تړون مطابق ټول بنديان خوشې، دپوځ واپسي اؤ پوستې ختمې کړې اؤ دړنګ شوؤ کورونو معاوضه دې ادا کړي ګنې دمرکزي مجلس شورا غونډه کې به دامن تړون پر ختمولى غور کولى شي.




هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG