لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوازشريف اؤزرداري اوس هم اختلافونه لري


دپاکستان دواکمن ائتلاف د دوؤستروګوندونومسلم ليګ (ن)اؤپيپلزپارټۍ دمشرانوميانوازشريف اؤاصف علي زرداري ترمنځ دجمهوررئيس پرويز مشرف لخوادلرکړل شوؤقاضيانودبيرته پځايې کولو،په اساسي قانون کې د بدلونونواؤدسترې محکمې دقاضيانوپه شميرکې داضافې په هکله ترسره شوې خبرې يوځل بياپرته له کومې نتيجې پايې ته رسيدلي دي.
نن دشوروپه ورځ دپيپلزګوندمشراصف علي زرداري پخواني صدراعظم نوازشريف سره يوه اوږده ليدنه په دې خاطروکړه ترڅودقاضيانوپه معامله،اساسي قانون کې دبدلونونواؤ دسترې محکمې دقاضيانوپه شميرکې داضافې په چارودهغه ګيلې مانې ختمې کړي ولې سرچينې وايي نوازشريف دنورکله په څيرپخپل دريځ کلک ودريدلو اوښاغلي زرداري ته يې وويل ترهغې به بيا ددولت برخه جوړه نه شي ترڅوچې لرې کړل شوي قاضيان بيرته نۀ وي پځايې کړل شوي.
په دغه ليدنه کې دواړه مشران په دې خبره يوه خلۀ شول چې په هيوادکې دديموکراسۍ دپائښت دپاره به خپلوکې ائتلاف ته دوام ورکوي .
همدغه راز په ننۍ ليدنه کې پريکړه وشوه چې په کوموچارودواړه ائتلافي ګوندونه خپلوکې اختلافات لري دهغې دهواري دپاره به دراتلونکې جمعې په ورځ په رائيونډ کې دميانوازشريف په کورکې يوه بله ناسته هم ترسره کړي

XS
SM
MD
LG